په افغانستان کې د وسله والو نښتو ډیریدو سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د روسیې استازي یو ځل بیا ویلي چې د ټوول قومونو او سیاسیونو په ګډون د یوه نوي ایتلافي دولت جوړیدل، د افغانستان د کړکیچ د هواري حل لاره ده.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له ریانویستي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې سیاسي لوري باید خپله د دې هیواد د راتلونکي جوړښت اړوند وروستۍ پریکړه وکړي.
هغه د یوه نوي ایتلافي دولت جوړیدل له اوسني حالته د بهر تلو یوازینۍ ټاکنه وبلله او زیاته یې کړه: “مونږ باور لرو چې له اوسني کړکیچه د بهر تلو یوازینۍ لار، د ټولو قومونو او سیاسیونو او طالبانو په ګډون د نوي ایتلافي دولت جوړیدل دي.”
کابلوف پر دوام ویلي: “له هغه ځایه چې افغانان تراوسه د بریالیو خبرو په ترسره کولو ندي بریالي شوي، نړیواله ټولنه دې په دې تړاو مرسته وکړي.”
د روسیې استازي همداراز وویل چې باور لري د “مني موسم د خبرو د بیا پیل لپاره مناسب مهال دی.”
دې روسي ډیپلوماټ همداراز وویل چې مسکو د “روسیې، امریکا، چین او پاکستان” په ګډون د پرمختللې ترویکا په څوکاټ کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې په بل پړاو کې د ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړې توګه د امنیت شورا ونده، هغه مهال چې لوري د سولې د هوکړه لیک په لاسلیک هوکړه وکړي، اړینه ده.
کابلوف له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو ته هم ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل چې وتل باید “د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړې توګه مرکزي آسیا هیوادونو کې د متحده ایالتونو او ناټو د بوځي بنسټونو د شونتیاوو د میشتولو لامل لامل ونګرځي.”