د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، اټکل کیږي د امریکا نوی ولسمشر له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډون د واشنګټن په مخکینیو پریکړو کې بدلون راولي.
په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د برخه لیک ټاکونکو خبرو پړاو پیل سره، اوس ډیرۍ لوري د امریکا د ني دولت د مشرتابه د پریکړو په تمه دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له یوه روسي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې اټکل کیږي د سپینې ماڼۍ نوې ادارې سیاستونه د افغانستان د حالت د سوله ییز هواري او همداشان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند خپله اغیزه ولری.
هغه زیاته کړې: “اټکل کيږي چې په امريکا کې د جوبايډن دولت رامنځته کيدل به په افغانستان کې د حالت د سوله ييز هواري بهير پر سر هم اغيزه ولري. مونږ دا اټکل ردوو چې د امريکا ټاکلى ولسمشر جوبايډن له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو اړوند د مخکيني دولت په پريکړو کې تنظيمات وکړي، خو ښايي په دې برخه کې اساسي بدلون رامنځته شي.“
له افغانستان څخه د بهرني ځواک وتل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستلو د هوکړه لیک مهمه برخه ده.
په دې وروستیو کې رویترز خبري آژانس هم په پنټاګون کې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د بهر کولو بهیر، د امریکا کانګرس له لورې د تصویب شوي قانون پر خلاف دوام لري.
پنټاګون په نوامبر میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راټیټوي. خو په روانه میاشت کې، کانګرس، د دفاعي سیاست لایحه تصویب کړه چې په افغانستان کې یې د ځواکونو د شمیر کمښت سره مخالفت ښودلی دی. دې لایحې د امریکا د دفاع وزارت له مشرتابه غوښتي چې له ګواښونو او اغیزو یوه جامع څیړنه کانګرس ته وړاندې کړي.
خو د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر له ۴۵۰۰ څځه درې زرو تنو ته راټیټ شوی دی.
له بلې خوا، ضمیر کابلوف د سولې د خبرو د بهیر د آسانولو لپاره له امریکا سره د مسکو د همکارۍ خبر ورکړی او په روسیه کې یې د افغانانو ترمنځ د خبرو ترسره کیدل شوني بللي.
هغه یادونه کړې:“که بهير وځنډول شي، مونږ چمتو يو چې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو کارونو په څوکاټ کې هم ډيرې هڅې وکړو، له دې منځه د روسيې درې ګونى او مسکو قالب، ترسره کړو چې دواړه مخالف لوري اړ کړو چې ژر تر ژره خبرې پيل کړي.“
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو دویم پړاو تیره اوونۍ پیل شو؛ خو سرچینو ویلي چې دواړو لوریو تراوسه په ناستو کې په خپلو دریځونو کې نرمښت ندی راوستی؛ اوربند د دولت لومړیتوب دی، خو طالبانو د نظام د بدلون پر بحث ټینګار کړی دی.