د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي دي چې د قطر د هوکړې نه عملي کیدو له کبله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر طالبانو وضع شوي بندیځونه لیرې نه کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف آنادولي خبري آژانس ته ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مې په ۲۹ مه نیټه د آمریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک پربنسټ پر طالبانو د وضع شویو بندیځونو لیرې کیدو په اړه رایه اچونه وکړه.خو دا سکاله به بیا د دې هوکړه لیک یوشمیر شرایطو ته نه رسیدو له کبله ترسره نشي.
هغه زیاته کړه: تمه وه دا کار د مې میاشتې په ۲۹ مه نیټه د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ترسره کیدو وروسته چې د مارچ په لسمه ترسره شوې وای،خو دا خبرې اترې بیا تر اوسه نه دي ترسره شوې.”
ښاغلي کابلو زیاته کړه: “ دا لړۍ د جګړې ښکیلو غاړ ترمنځ په بشپړه توګه د بندیانو نه تبادلې او د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونو له کبله د کابل له لوري د مرکچي پلاوي نشتون له کبله وځنډید،خو آن وروسته له دې چې سیاستوالو د مې په لسمه نیټه هوکړې هم ورسیدل،طالبانو دوی په رسمیت ونه پیژندل.”
د بندیځونو لیرې کول افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه لیک له مهو مواردو دي چې طالبانو ته د یوه سیاسي جوړښت په توګه رسمیت ورکوي.
ښاغلي کابلوف همدا راز له امنیت شورا غوښتي تر څو دا سکاله د کابل،نورو سیاسي برخو او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو پیل وروسته په خپل کاري مهال ویش کې ونیسي.
هغه په افغانستان کې د خپلو پوځي څانګو کنټرول لپاره د طالبانو د وړتیا په اړه وویل: ” تر اوسه وینو چې د طالبانو مشرتابه څه نا څه د دې غورځنګ په لیکو کې د حالت په کنټرول بریالي دي.دا هغه مهال څرګند شول چې طالبانو له آمریکا سره د هوکړه لیک له لاسلیک وړاندې په فبروري میاشت کې د یوې اوونۍ لپاره اوربند وکړ او ورسره یې پر بنسټ په افغانستان پر هیڅ یوه بهرني سرتیري برید تر سره نه کړ.په ورته وخت کې بیا،د دوحې هوکړه لیک پر دولتي ځواکونو د طالبانو پوځي عملیاتو پایته لار نه هواري.”
د آنادولو خبري آژانس د ضمیر کابلوف له خولې همدا راز ویلي دي چې مسکو د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دې روسي ډیپلوماټ بیا ویلي دي چې ظاهرآ د سولې د بهیر پر وړاندې د کابل سیاسټ څخه ناراضه دی: “ مسکو د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل فعالې ونډې ته دوام ورکوي او هر کله چې ستونزه رامنځته شوې، زمونږ هڅې ترسره شوې دي.تمه لرو ترڅو په راتلونکې کې حالت په مثبت ډول بدلون ومومي.
کابلوف همدا راز ویلي دي چې د پاکستان په حضور سره د روسیې،چین او آمریکا د تماس ډله کولای شي د دوحې د هوکړه لیک پر مخ وړو او افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل کې ګټوره واقع شي.
آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي