د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایی چې مسکو په کابل کې د خپل سفارت د فعالیت دریدو ته چمتو نه دی او دا مرکز په آرامتیا سره د فعالیت په حال کې دی.
د روسیې ټاس خبري آژانس د راپور پر بنسټ، ضمیر کابلوف ویلي دي چې مسکو په افغانستان کې د خپلو سیاسي استازولیو خوندیتوب لپاره ضمانتونه تر لاسه کړي دي.
کابلوف ویلي دي: مونږ ډیر وخت مخکې داسې ضمانتونه تر لاسه کړي دي. خو یوازې د روسیې په اړه خبرې نه کوم، طالبانو د ټولو امنیت تضمین کړی دی. سبا له طالبانو سر ټلفني خبرې کوم.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همدا شان وویل چې مسکو له خپلو ملګرو سره د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ ناستې جوړښت لپاره هڅه کوي.
هغه د خپلو ویناو پر دوام وویل: مونږ به یوه ناسته ترسره کړو، خو دا حالت به بدلون ونه کړي.
له بلې خوا په دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوټین د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره د افغانستان د حالت په اړه ټلفوني خبرې اترې کړې دي.