د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد کابل او سیمې ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پیل کړ.
ښاغلي خلیل ز اد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې په دې پړاو کې به د جګړې حل لارې لپاره له ټولو غاړو او همدا شان سیمې او نړیوالو هیوادونو سره سخت کار وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټینګار کوي چې دا حل لاره باید د افغانستان امنیت، یووالی، واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کړي او د افغانستان د خلکو رنځ ته د پای ټکی کیږدي.
ښاغلي خلیل زاد تیره ورځ هم له بي بي سي سره په مرکه کې ټینګار کړ وو چې امریکا او نور هیوادونه به په افغانستان کې هغه حکومت په رسمیت ونه پيژني چې په زور تپل شوی وي.
زلمی خلیل زاد په داسې حال کې د سولې پر کړنلارې ټینګار کوي چې د هیواد یوشمیر برخې د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې دي.