| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
کابل ته د آمریکا د مرکزي اطلاعاتو د سازمان د مشر پټ سفر
24 Apr 2021
خبري سرچینو ویلي دي چې د سیاه سازمان مشر په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی او د کابل له چارواکو سره یې افغانستان ته د ترهګرۍ ضد ځانګړو اډو د پازو سپارلو اړوند خبرې اترې کړې دي.
په دې ورستیو کې اسوشیتیدپرس کابل ته د آمریکا د مرکزي اطلاعاتو د سازمان د مشر ویلیام برونس له پټ سفر څخه خبر ورکړی دی.
د دې راپور پربنسټ، دا سفر له افغانستان څخه د آمریکايي ځواکونو وتلو وروسته له ترهګرۍ سره مبارزې لپاره د افغانستان ځواکمنتیا اړوند اندیښنو وروسته ترسره شوی دی او د سي آی ای سفر د افغانستان د حکومت چارواکو ته ډاډ ورکړی دی چې واشنګټن به له وتلو وروسته هم له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې هڅه وکړي.
که څه هم د سیا سازمان د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د استخباراتو د دستګاه مشر، داشان سفرونه معمول بولي.

د ملي امنیت د ریاست عمومي مشر احمدضیا سراج نن ( پیلنۍ، غویي ۴مه) په یوې خبري ناسته کې وویل: “ له سي آی اې سره په اړیکه کې یو. شاید ډیری سفرو اوسي، نورې برخې به یې هم کابل ته راشي.”
په افغانستان کې یوې سرچینې همدا شان ویلي دي چې د هغو شپږو روزنیزو اډو څخه چې د سیاه سازمان له لوري اداره کیدل دوه یې د افغانستان حکومت ته په واک کې ورکړل شوې دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې اوسمهال، د ناټو ځواکونه یوازې په مزارشریف او کابل کې پاتې دي او نورې برخې افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت واکپال محمدیاسین ضیا په دې اړه وايي چې: “ ناټو ځواکونه یوازې په مزارشریف او کابل کې پاتې او نورې اډې مونږ ته سپارل شوې دي. کوچنۍ ډلې پاتې چې یوې یا دوو ورځو په لړ کې ستنیږي… بګرام به په وروستي ګام کې تش شي.”
هغه همدا شان ویلي دي چې د هغو تجهیزاتو نوملړ چې د سل هاو میلیونه ډالرو ارزښت لري. افغان حکومت ته په واک کې ورکړل شوې دي.
