د ایران د بهرنیو چارو وزرات سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي د یوه لوړ پوري پلاوي سره د څلورنۍ په ورځ (چنګاښ۲۵/جولاۍ۱۵) کابل ته یي سفر وکړ او د څلورنۍ په ماښام د هیواد له بهرنیو چارو وزارت واکپال حنیف اتمر سره لیدنه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ښاغلي اتمر سره د اقتصادي، ترانزیتي، امنیتي او دفاعي کمیټو د ناستو په اړه هم خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه لورې تمه ده ایران ته د افغان کارګرانو د ګمارلو او تنظیم د هوکړه لیک په وروستي کیدو او د سرحدي کمیسارانو تړونونو نوي کولو لپاره به د دواړو هیوادو ترمنځ د مرستو پر بنسټ هوکړه وشي
په دې خبرپاڼه کې همداشان راغلي چې دواړه خواو د دواړو هیوادو په سرحدونو کې د غیرې قانوني تګ راتګ او د ناوړه پيښو له تکرار څخه د مخنیوي او په ایران کې د افغانستان د هیوادوالو د شتون په قانوني کیدو بانیدې هم خبرې کړي دي.