1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کابل ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر

01
09 Jan 2021

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ کابل ته راغلی دی.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پربنسټ، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشیدمردوف د جمعې په ورځ( مرغومي ۱۹مه) په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی دی.

ښاغلی مردوف به له خپل افغان سیال او همدا راز ولسمشرغني سره د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ څو مهمو اقتصادي پروژو پر سر خبرې اترې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې کابل ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر بله موخه، د دواړو هیوادونو ترمنځ، سیاسي سلاوو،کرنیزو همکاریو،امنیت او همدا راز نفت او ګازو په برخه کې هوکړه لیکونو لاسلیک دی.