په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزرات وایي چې زلمي خلیلزاد له محمدحنیف اتمر سره په لیدنه کې ډاډ ورکړې چې امریکا د سولې د بهیر د ملاتړ اړوند ژمنه ده، خو په تیرو دوو ورځو کې له ولسمشر غني سره د هغه د لیدنې هیڅ خبر ندی خپور شوی.
د بهرنیو چارو وزارت د درې نۍ ورځې (مرغومې۱۶مې) په ماښام له زلمي خلیلزاد سره د محمد حنیف اتمر د لیدلو خبر ورکړ. په دې لیدنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار هم حضور لرلی او د خبرو اساسي منځټکی، د سولې روان بهیر وو.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، حامد تهذیب وویل: “ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې د خبرو د دویم پړاو له پیله د خوښبینۍ ترڅنګ، د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی چې امریکا په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ ته ژمنه ده.”
نن څلورنۍ چې په کابل کې د ښاغلي خلیلزاد د حضور دویمه ورځ ده، له ولسمشر غني سره یې د لیدنې هیڅ خبر ندی خپور شوی.
د پژواک خبري آژانش د یو شمیر سرچینو په حواله ګزارش ورکړی چې ولسمشر له خلیلزاد سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده.
په همدې حال کې، یو شمیر سیاسي بهیرونه بیا وایي چې زلمی خلیلزاد په دې سفر کې له نوي پیغام سره افغانستان ته راغلی دی.
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر، سیداسحاق گیلاني په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل: “خلیلزاد دا ځل له ډیرې مودې وروسته کابل ته راغلی. وامې وریدل چې هغه په نږدې راتلونکي کې د لنډمهاله حکومت د پیغام لیږدوونکی دی.”
د ملي امنیت شورا د دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، د حمدالله محب او زلمي خلیلزاد په لیدنه کې د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي په کمیدو، اوربند او د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې ټلوالې د جوړیدو اړوند خبرې شوې دي.
په دې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د حکومت د مشرتابه لیدلوري پر بنسټ سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره دوه اړخیز کار ته دوام ورکړي.
طالبانو د خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی. د افغانانو ترمنځ لومړی پړاو د کړنلارې او د اجنډا پر سر وو؛ خو دویم پړاو چې اساسي بلل شوی، د روانې جګړې د پایته رسیدو مسأله به د خبرو منځټکی وي.