1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کابل ته د عمران خان سفر؛ د سولې لپاره هڅه که تکراري ژمنې

126180462_3461432560599628_5182470781198096187_o (1)
19 Nov 2020

د پاکستان لومړي وزیر د یوه ورځیني سفر په ترڅ کې نن  پنځنۍ (لړم ۲۹)، غرمه مهال کابل ته راورسید. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او یو شمیر چارواکي له هغه سره په دې سفر کې مله دي.

 

په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګیدو لپاره هڅې او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د دې سفر مهمې موخې بلل شوې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشریزه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر هرکلی وکړی او د څو ګړیو خبرو وروسته، په خبري ناسته کې ظاهر شول. دا ناسته د خبریالانو د پوښتنو د ځوابولو پرته ترسره شوه.

د پاکستان لومړي وزیر په دې خبري ناسته کې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو او د سولې د ټینګیدو لپاره د خپل هیواد د هڅو خبر وکړه.

هغه وویل: که څه هم په قطر کې خبرې اترې روانې دي، تاوتریخوالی په ډیریدو دی. کابل ته زما د سفر موخه دا ده چې ډاډ ورکړم چې پاکستان هر هغه څه چې په وس کې لري، ترې ګټنه کوي چې تاوتریخوالی ټیټ او د اوربند لامل وګرځي.

دا کابل ته د عمران خان لومړی سفر دی، هغه سفر چې په لړ کې به یې ښاغلی خان هڅه وکړي چې د کابل باور ترلاسه کړي.

د پاکستان لومړي وزیر، د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ د خبرو په آسانولو او همداراز له طالبانو سره د افغانستان حکومت د خبرو د پیل په برخه کې د خپل هیواد ونډه مهمه وبلله.

په همدې حال کې، ولسمشر غني هم د تاوتریخوالي د کچې د ژر ټیټيدو غوښتونکی شو او ویې ویل چې هیوادوال د اوربند د ټینګیدو غوښتونکي دی.

ښاغلی غني ټینګار کوي چې عمران خان له یوه پیغام سره کابل ته راغلی.

ښاغلي غني په دې تړاو وویل: د دې پیغام مهمه برخه، دا ده چې تاوتریخوالی حل لاره نده او همداراز باید لاسته راوړنې او اساسي قانون وساتل شي. تاوتریخوالی سولې ته د رسیدو لار نده او سیمې هم دا سکالو درک کړې ده. باید د ستونزو د هواري لپاره، له سیاسي لار پرمخ ولاړ شو، نه د تاوتریخوالي.

د سوداګریزو اړیکو وده، افغانستان ته د ښاغلي خان د سفر بله موخه هد.

د پاکستان لومړي وزیر وویل چې هیواد یې په افغانستان کې سولې ټینګیدو ته لیواله دی. هغه د دې لیوالتیا لامل په هغو زیانونو کې وباله چې د پاکستان قبایلي سیمو د تاوتریخوالي او جګړو له پلوه لیدلی.

ښاغلي خان زیاته کړه: په تیرو درییو ورځو کې، پاکستاني چارواکي چې کابل ته راغلي، د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یې رغنده خبرې لرلې دي. کابل ته مې د سفر اصلي موخه، باور جوړونه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ده.

په وروستیو کلونو کې د کابل- اسلام آباد ترینګلیو اړیکو له کبله، کابل ته د عمران خان سفر د ارزښت وړ بلل شوی. هغه اړیکې چې تل له لوړو او ژورو سره ملې پاتې شوي. اوس وبه لیدل شي چې دا سفرونه به تر کومه کچه د دواړو هیوادونو د اړیکو په ښو کیدو کې مرسته وکړي.