په داسې حال کې چې د دولت او طالبانو ډلې مرکچي پلاوي په دوحه کې حضور لري؛ خو د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی کابل ته راغلی، چې په خبرو کې کړکیچ مات شي.
تمه ده چې دا قطري ډیپلوماټ د افغانستان دولت له سترو چارواکو سره د سولې د خبرو د چټکولو د څرنګولي اړوند خبرې وکړي او کابل هم د سولې د خبرو اړوند د طالبانو د تکل په تړاو ترې پوښتنې لري.
د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب نن (درې نۍ، چنګاښ پنځلسمه)، په یوې ناسته کې د دې پخلی وکړ چې د قطر دا استازی، تمه ده د سولې د بهیر اړوند له حکومت سره خبرې ولري.
خو هغه د دې سفر او له حکومتي چارواکو سره د لیدنو د جزییاتو اړوند څه ونه ویل.
د ملي امنیت شورا سلاکار همداراز وویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته، طالبانو د اوربند پرځای، جګړې ته زور ورکړی او د خبرو میز یې خوشې کړی دی.
خو طالبانو تل د حکومت لوری د سولې په بهیر کې په خنډ جوړولو تورن کړی. دواړو لوریو همداراز یو بل د سولې لپاره د تکل په نه لرلو تورن کړي.
له بلې خوا، په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر قطر ته د دې سازمان د ځانګړې استازې د سفر خبر ورکړی. دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره په لیدنه کې، په جدي خبرو ټینګار کړی، هغه خبرې چې د جګړې د چټکتیا مخنیوی وکړي.