1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کابل ته د مارشال دوستم ستنیدل،ولسمشر دې سیاسي مشران پر یوه منځټکي راټول کړي

دوستم-ی
28 Feb 2021

عبدالرشید دوستم د خپلو ویناو په لړ کې له اوسني نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له ولسمشرغني څخه یې وغوښتل سیاسي مشران دې پر یوه منځټکي راټول کړي او د وړو سکالو پر سر له ناندرو دې ډډه وکړي.

 

د افغانستان د ملي غورځنګ د ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم، له پلازمېنې یو نیم کال لیرې توب وروسته، پرون( پیلنۍ،کب ۹ مه) له ځانګړو تابیاو  او پوځي تشریفاتو سره کابل ته ستون شو.

عبدالله عبدالله،محمدمحقق او یوشمیر نورو حکومتي چارواکو د کابل په هوایي ډګر کې د هغه هرکلي ته ورغلي وو.

مارشال دوستم په خپلو ویناو کې د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې له اوسني نظام څخه هم دفاع کوي.

هغه د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو جګړه برحقه بولي او زیاتوي چې که چیرې یې ونشو کړای جګړه پایته ورسوي، طالبانو ته به ماتې ورکړي.

د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند مشر سولې لپاره د ملي ټلوالې پیاوړتیا ته هم ګوتڅنډنه کوي او له ولسمشر غني یې وغوښتل چې سیاسي مشران دې پر یوه منځټکي راټول کړي. هغه یو ځل بیا له وړو سکالو پر سر ناندرو څخه په ډډه کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي دوستم همدا راز وویل، که چیرې په اوسني پړاو کې غفلت وشي، ټول سیاسي مشران به په راتلونکي کې ځواب ویونکي وي.

د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې د جګړې پای لپاره د سولې په بهیر کې اوسني پرمختګ بسیا نه بولي.

هغه زیاته کړه په وروستیو ورځو کې د افغانستان د دولت او طالبانو د پلایو ترمنځ اړیکې ډیرې شوې خو بسیا نه دي.

هغه په داسې حال کې چې د تاوتریخوالو او جګړو له دوامه اندیښنه وکړه، ټینګار یې وکړ چې جګړه وړونکی نه لري او سوله به هم بایلونکی ونه لري.

په امنیتي او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار محمدمحقق هم د ملي ټلوالې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د زور له لارې پر افغانستان تسلط نا شونی دی.

کابل ته د ښاغلي دوستم ستنیدل د ولسمشر غني په بلنه ترسره شول ترڅو هغه د دولت د لویې شورا په ناسته چې پرون د افغانستان د راتلونکي او سولې د بهیر د برخلیک په تړاو په ارګ کې ترسره شوه ګډون وکړي.

یوشمیر سرچینې وایي چې د هوکړې پربنسټ، مارشال دوستم لپاره دفتر او ځانګړي تشریفات هم په پام کې نیول شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هم مني چې د دولت لویې شورا ناسته د هیواد سیاسي څيرو په حضور سره پرون په ارګ کې ترسره شوه.

د دولت د لویې شورا جوړښت چې د ښاغلي غني او عبدالله ترمنځ هوکړې له بندونو څخه دي، په کې څه باندې شل سیاسي څيرې او د ګوندونو مشران غړیتوب لري او تمه ده د سولې د بهیر ترڅنګ د نورو لویو سکالو پر سر هم حکومت ته سلا ورکړي.

له دې ټولو سره آندونه دادي چې د لنډمهاله یا موقت حکومت جوړیدو په اړه ښکاره او پټو ملاتړونو څخه اندیښنو،د حکومت مشرتابه اړ کړ ترڅو ملي ټلواله پیاوړې کړي.