1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کابل ته کتنه

کابل
06 Jul 2019

د هیواد پلازمېنه کابل،دافغانستان له ښکلو ښارونو څخه دی.هغه ښار چې نسبتآ سړه هوا لري چې له یوې خوا سالنګ او له بلې خوا پغمان ترېنه چاپیره دی.

 

دا ښار د لومړی ځل لپاره د تیمورشاه له خوا د افغانستان د پلازمېنې په توګه وټاکل شو.

دا ولایت په شمال لویدیز کې له پروان،په شمال ختیځ کې له کاپیسا،په ختیځ کې له لغمان او په سویل ختیځ کې له ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو سره ګډ سرحد لري.

کابل ۴،۵۸۵ کیلومټره مربع مساحت،۹۳۹ کلې،۱۴ ولسوالۍ او ۲۱ ناحیې لري.

ددې ولایت ولسوالۍ،ده سبز، چهار آسیاب، قره باغ، استالف، فرزه ، کلکان، گلدره، میربچه کوټ، سروبي، بگرامي، خاکجبار، شکردره  او موسهی نومیږي.

د کابل له زړه څخه یو سیند چې د پغمان له غرونو سرچینه اخلي تیری شوی دی،ددې ولایت عایداتي سرچېنې سوداګرۍ،کرنه،مالدارۍ،ټولنیزې چوپړتیاوې او صنعت دي.

 

د کابل نوم د کابل له سیند او غرونو څخه اخیستل شوی دی،او لامل یې هم دادی چې له کابل څخه دریو،دکابل،پغمان او لوګر سیندونو سرچینه اخستې ده.

کابل په تودوخې موسم کې ډیر ښکلي او ښایسته سیلځایونه لري،چې خلک د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه ددې سیلځایونو لیدلو لپاره لرې پرتې لارې وهې او دکابل د ښایسته او لرغونو ځایونو لیدنې لپاره راځي.د بابر بڼ او باغ بالا هم دکابل له سیلځایونو څخه دي.

پغمان دکابل له نامتو، ښکلو او ښایسته سیلځایونو څخه دی چې ددې ولایت په لویدیز څوارلسمې ناحیه کې موقعیت لري.دا بند په ۱۳۳۰ لمریز کال کې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي