| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
کابل د افغانستان او ایران ترمنځ د لومړني ځانګړي نندارتون کوربه
22 Sep 2020
د انرژۍ، فني، انجینیرۍ او مخابراتو د چوپړتیاوو په برخه کې د افغانستان او ایران ترمنځ لومړنی تخصصي نندارتون په کابل کې جوړ شو.
د انرژۍ، فني او انجنیرۍ، مخابراتو، ښاري چوپړتیاوو ته اړوند صنایع، لیږد رالیږد، ترافیکو او ماشینونو په برخه کې د ایران او افغانستان لومړنی تخصصي نندارتون نن (درې نۍ، تلې لومړۍ)، په کابل کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت واکبال، نثاراحمد غوریاني په دې ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې زمینې برابرې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې بهرني سوداګر حتې د افغانستان ښاریانو د ګډون پرته هم کولای شي په هیواد کې پانګونه وکړي.
د ګزارشونو پر بنسټ؛ د تهران او کابل ترمنځ د راکړې ورکړې کچه په کال کې درې میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، یونس مهمند په دې نندارتون کې وویل چې ایران له نړۍ سره د افغانستان د نښلیدو تر ټولو لنډه کرښه ده.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې له دې لارې د سوداګرۍ وړتیا لوړه کړي.
په همدې حال کې، به کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان، د دې نندارتون د ترسره کیدو موخه، د افغانستان د ټکنالوژۍ او بنسټونو ودې لپاره د زمینې برابرول وبلل.
هغه زیاته کړه چې هیواد یې په افغانستان د پانګونې او کورنیو تولیداتو د ودې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

ایراني پانګه وال، وحید سیني آزاد وایي چې د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې نندارتون کې ګډون کړی دی.
ښاغلي آزاد آرزو ټلویزیون ته وویل چې په افغانستان کې ټرانسپورټي ارزښتونو ته په کتو سره، غواړي چې به کابل او د افغانستان په لویو ښارونو کې په بنسټونو کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د ناکراریو او تاوتریخوالي ډیریدل، په هیواد کې د پانګونې پر وړاندې جدي خنډونه دي؛ خو ایراني چارواکي په قطر کې د افغانانو ترمنځ د خبرو هرکلي سره، هیله ښيي چې دا بهیر د بهرنیو هیوادونو د لاسوهنې پرته ترسره او په افغانستان کې د پانګونې د ډیریدو لامل وګرځي.
