| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
کابل د نړۍ تر ټولو ناخوښ ښار
21 Mar 2020
د ملګرو ملتونو نوی راپور ښیي چې کابل د ژوندانه له اړخه د نړۍ ترټولو ناخوښ ښار دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د (نړۍ نیکمرغۍ) ترنامه لاندې راپور کې،د کابل ښار د سوکالۍ،خوښۍ او هوساینې له اړخه د ۱۸۶ ښارونو په منځ کې تر ټولو بد ځای خپل کړی دی.
په دې رده بندۍکې د فنلند پلازمینه (هلسنکي) د نړۍ د تر ټولو خوښه پلازمینه خو کابل بیا د یمن له پلازمینې صنعا وروسته د نوملړ په وروستي ځای کې د نړۍ تر ټولو نا خوښو پلازمېنېو ځای نیولی دی.
د دې راپور څیړنیز مسوول جان هلیول په خپلو ویناو کې وویل: “ غواړ ووایم چې په دې راپور کې ډیری پر درییو برخو ټولنیز چاپیریال،طبیعي چاپیریال او ښاري کیدو تمرکز شوی دی.زمونږ په راپور کې فنلند د دریم پرلپسې کال لپاره د نوملړ په سر کې راغلی دی.”
په دې راپور کې،د ښاري ناستې پراختیا د خلکو پر وړاندې له سترو کړکیچونو څخه ویل شوي دي چې لومړنیو توکو ته په بشپړه توګه د خلکو د لاس رسي مخنیوي لامل کیږي.
حاجي بلال د کابل له اوسیدونکو دی،د دندې نه خوندیتوب او بی وزلۍ هغه اړ کړی ترڅو له بلخه کابل ته لاړ شي.

هغه وویل چې په ورځ کې دوه سوه (۲۰۰) افغانۍ عاید لري او د یوې پنځه کسیزې کورنۍ د نفقې پیدا کولو او خپلې نا روغې میرمنې د درملنې پازه پر غاړه لري.
حاجي بلال زیاته کړه چې د بی وزلۍ او ناامنیو ستونزو او د هیواد بد سیاسي حالت هغه د راتلونکي اړوند نا هیلې کړی دی.
اوس مهال په کابل کې نږدې ۷ میلیونه کسان ژوند کوي او د دې ولایت اوسیدونکو تل د امن او عامه نظم،ترهګریزو بریدونو،د بی وزلۍ ډيرښت او د هوا له ککړتیا نیوکه کړې ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
