1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کابل نن سهار یو ځل بیا د درییو چاودنو شاهد وو.

کالللللل
10 Feb 2021

پلامینې د تیرو ورځو په څیر نن سهار یې هم د چاودنو له غږ سره پیل کړ.

د کابل پولیسو اعلان وکړ چې د امنیتي ځواکونو یو رینجر په پغمان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې موخه وګرځيد چې مرګ ژوبله نلري.

په همدې حال کې د دویمې ناحیې په اړوندو قوای مرکز سیمه کې یو فورتینر ډوله موټر د ماین چاودنې موخه وګرځید چې په پایله کې یې څلور تنه ټپیان شوي دی.

د پولیسو په وینا دریمه چاودنه هم بره کي څلور لارې ته نږدې پر یوه لندرکروزر موټر شوې چې په کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د کابل د یوولسمې فرقې ځواکونو یو ترهګر یې له یو کړۍ چسپکي ماین او یو موټرسایکل سره د کابل ښار د پنځمې ناحیې له اړوندو څخه نیولی دی.