د راتلونکي مالي کال د بودیجې طرحه چې ۴۵۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ وړاندوینه شوې، د کابینې له لورې تصویب شوه.
د حکومت کابینې د څلورنۍ (لړم۱۴)، په ناسته کې د راتلونکي مالي کال د بودیجې مسوده تایید کړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې په دې ناسته کې والیان هم د مجازي فضا له لارې حاضر وو، په ټولو ولایتونو کې د بریښنا د لګښت د ورته والي اړوند د بریښنا له لورې د تعرفو د ورته والي طرحه هم وړاندیز شوه چې د کابینې له لورې تصویب شوه.
د مالیې وزارت ویاند، شمروزخان مسجدي وویل، د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې کچه، ۴۵۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ده چې له دې منځه؛ ۲۹۶ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه عادي بودیجه او ۱۵۶ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه هم پرمختیايي بودیجه ده.
ښاغلي مسجدي همداراز ویلي چې د ټولې بودیجې ۴۸ سلنه، له ملي عوایدو تمویلیږي.
د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په راتلونکي مالي کال کې، د ملي عوایدو د راټولولو موخه ۲۱۶ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې.