1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کرزی: امریکا دی له خپل حضور څخه د نورو هیوادونو پر وړاندې ګټنه ونکړی

Karzai
23 Mar 2020

مخکیني ولسمشر ویلي چې د سولې بهیر باید له انحصاره بهر او د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

 

مخکیني ولسمشر، حامد کرزي، په یوې اعلانپانه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلیدو لپاره د سیمې د هیوادونو او په ځانګړې توګه د روسیې او ایران له لیوالتیا هرکلی کړی او همداراز ویلي دي چې د دې بهیر پیل به د هیواد د ځواکمنتیا د پیاوړي کیدو لامل وګرځي.

د ښاغلي کرزي په اعلانپاڼه کې راغلي: “د افغانستان د سولې بهیر او ټیکاو ته د مرستې په موخه د سیمې او ګاونډیو هیوادونو فعاله همکاري د سیمې د هیوادونو په ګټه هم ده. “

هغه زیاته کړه: “د سولې په بهیر کې د انحصاروونکو لاسوهنو مخنیوی، د دې بهیر افغاني کول او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، زمونږ د ملي ځواکمنتیا ټینګیدو ته مرسته کوي.”

مخکیني ولسمشر له امریکا هم غوښتي چې “په افغانستان کې له خپل حضور څخه د نورو هیوادونو پر وړاندې د مخامخیدو او سیالیو لپاره ګټنه ونکړي؛ بلکې په افغانستان کې یې حضور باید په هیواد کې د پیوستون د ټینګیدو او د ټیکاو د پیاوړتیا او سیمه ییزې همپالنې لامل وګرځي.”

هغه پر دوام ویلي: مونږ د افغانستان خلک په حساسو شرایطو کې چې هیواد مو پکی دی، باید له هر مهاله ډیر خپلې لیکې پیاوړې کړو، پر ستونزو د غالبیدو او له اوسني کړکیچ څخه د بهر تلو لپاره باید د افغانستان د ولس اتفاق او راسخ عزم وښایو.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک