حامد کرزي نن (درې نۍ، مارچ ۱۰) په یوې اعلانپاڼه کې، د هیواد اوسنی اندیښمنوونکی حالت “د افغانستان د خلکو پر وړاندې د امریکا متحده ایالتونو د نفاق اچوونکو او سپکاوي ډکو کړنو او سیاست“ پایله بللې ده.
هغه په دې اعلانپاڼه کې ویلي: د دې ادعا ثبوت د افغانستان د کب د ۱۹ د لوړې د دوه ګوني مراسمو اړوند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تیرې شپې اعلانپاڼه دهد. که د امریکا متحده ایالتونه په رښتیا د رامنځته شوي کړکیچ د هواري غوښټونکې وای، کولای ېې شول چې د لوړې د مراسمو مخکې له رغنده او پر مهال هڅو سره، د نفاق او له دې کبله د سیاسي نه ټیکاو مخنیوی وکړي.
ښاغلي کرزي پر دوام ویلي: ما له امریکايي چارواکو او په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په تیرو څو میاشتو کې په ټولو لیدنو کې چې لرلي، د ټاکنو د بهیر او د سولې د بهیر د ځینو برخو د پرمخ وړلو د څرنګوالي اړوند د دی هیواد د نه رښتینولۍ او کړنو د روڼتیا اړوند خپله ژوره اندیښنه ښودلې، په بیا بیا ځلې مې ټینګار کړی چې د ټاکنو پایله او د سولې خبرې اترې باید په هیواد کې د ملي یووالي د لا ټینګیدو پایله ولري او همداشان د ټیکاو او د یوه مشروع او ځواکمن ملي حکومت د جوړیدو لامل وګرځي.
مخکیني ولسمشر د هیوادوالو په یووالي ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: اوسنی وضعیت غواړي چې مونږ د افغانستان ولس له یووالي او بشپړې هوښیارۍ او د بهرنیو چلوټو د شنډولو لپاره چې د هیواد سلامت، ټیکاو او ملي یووالی ګواښي ګډه هڅه وکړو، یوځای دریځ ونیسو او ګران افغانستان وژغورو.