1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کرزی: حکومت باید د اوربند په پلمه د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل مخنیوی ونکړي

کرزی
20 Jan 2020

مخکیني ولسمشر ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمیدو طرحه، د افغانستان لپاره یوه لویه سکالو ده.

 

مخکیني ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو لخوا د اوربند په منلو د حکومت له کچې ډیر ټینګار، د سولې د خبرو د پیل مخنیوی کوي.

د ښاغلي کرزي په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمیدو د طرحې وړاندې کیدل، د افغانستان لپاره یو لوی ګام دی.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کموالي طرحې، ډیر پلویان او مخالفین لرلي دي.

مخکې له دې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې دا طرحه د دولت او ولس ستونزې نه هواروي او طالبان باید اوربند ومني.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، تیره ورځ (یوه نۍ، د مرغومي ۲۹) په یوې وینا کې وویل، تر هغه چې د افغانستان دولت په مشرۍ د افغانانو ترمنځ خبرې پیل نشي، ” د دواړو ترمنځ به هیڅ باور او د راتلونکي لپاره به هیڅ هیله رامنځته نشي. “

له بلې خوا، د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله هم د سولې اړوند د حکومت په پریکړو نیوکه کړې او ویلي دي چې سوله په یوه کس تړلې نه ده.

شاغلي عبدالله همداشان د دې بهیر د پرمخ وړلو لپاره د یوه هر اړخیز پلاوي د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک