1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کرزی: د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د هیوادونو رول مهم دی

Former Afghan President Hamid Karzai speaks during an interview with the Associated Press in Kabul, Afghanistan, Monday, April 17, 2017.  Karzai said that the U.S. is using Afghanistan as a weapons testing ground, calling the recent use of the largest-ever non-nuclear bomb “an immense atrocity against the Afghan people.” Last week, U.S. forces dropped the GBU-43 Massive Ordnance Air Blast (MOAB) bomb in Nangarhar province, reportedly killing 95 militants. (AP Photo/Rahmat Gul)
15 Jan 2020

د هیواد مخکېني ولسمشر یوځل بیا د افغانستان د سولې د خبرو اترو په بهیر کې د سیمې د هیوادونو په تیره بیا پاکستان،ایران،اوزبیکستان او هند رول مهم وباله.

د هیواد مخکېني ولسمشر حامدکرزي د هند په پلازمینه نوۍ ډهلي کې د رایزینا  پنځمه نړیواله ناسته کې،وویل د سولې په بهیر کې د سیمې د هیوادونو رول مهم او حیاتي دی.

ښاغلي کرزي وویل: د افغانستان د سولې په بهیر کې ډیر نږدی ملاتړ کوونکي په توګه د پاکستان رول حیاتی دی.ایران د افغانستان یو ډیر مهم ګاوندی دی.اوزبیکستان،هند او یوشمیر نور هیوادونه هم مهم رول لري.د افغانانو او امریکایانو له لوري چې خپلې موخې لري د سولې د بهیر مدیریت،وکولای شي سولې ته د رسیدو په برخه کې زمونږ سره مرسته وکړي.

مخکېني ولسمشر همدا شان وویل چې امریکایان هیڅ کله هم نشي کولای نور هیوادونه د خپلو سیاستونو پلوۍ ته اړ کړي.

هغه زیاته کړه: امریکا دې پوه شي چې نشي کولای نور هیودونه اړ کړی ترڅو د دې هیواد د سیاستو پر بنسټ حرکت وکړي.هغوي نشي کولای زمونږ په شان بی وزله هیوادونه اړ کړي نو څرنګه به وکولای شي نور هیوادونه اړ کړي.هیله ده امریکا له عقل څخه کار واخلي،ځکه د سیمې ښه راتلونکې سالم عقل ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي د خپلو ویناو په یوې برخه کې همدا شان وویل چې د سولې په برخه کې د امریکایانو له نوښته ملاتړ کوو،خو په دې شرط چې د واشنګټن طرحه سمه وي.

د هیواد مخکېني ولسمشر همدا شان په افغانستان کې د امریکا او د دې هیواد د ملګرو هیوادونو“تیروتنې” د هیواد حالت د بدتره کیدو لامل وباله او زیاته یې کړه: “ افغانستان ته د امریکا او ناټو ځواکونو په راتلو سره،مونږ داسي و انګیرله د تاریخ سخت پړاو مو شاته پریښود.د څو کالونو لپاره،ټول شیان ښه و،خو زمونږ ملګرو جدي تیروتنې وکړې.هغو هیوادونو چې ملاتړ کوو لکه تیر په شان یې ملاتړ ونه کړ او زمونږ د ګاونډیو کړنلاره هم پیچلې شوه.

حامدکرزي وړاندې له دې هم ویلي دي چې امریکا په یوازیتوب سره نشی کولای افغانستان ته ټیکاو راولي او سپینه ماڼۍ باید د سیمې له ځواکمنو هیوادونو سره په همغږۍ د افغانستان د کړکیچ حل لپاره هڅه وکړي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي