1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کرزی: د امریکا نیت هغه ډول نه وو چې مونږ یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره هیله درلوده

حامد-کرزی-ی
07 Jan 2020

د هیواد مخکېني ولسمشر یو ځل بیا د امریکا له سیاستونو څخه په نیوکې سره په افغانستان کې د داعش پیدایښت پوښتنه ځیږونکی وباله او ټينګار یې وکړ چې په هیواد کې ټیکاوو له بهر نه بلکې د سیمه ییز ملګرو هیوادونو سره په همکارۍ رامنځته کیدای شي.

حامدکرزي د تهران د خبرو اترو په ټولنه او د فارس خلیج په ۲۳ ناسته کې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره امریکا سیاست ناکام وباله.

هغه زیاته کړه:افغانستان له زیاتو هیلو سره پیل کړ…څو کاله ښه وو،خو وروسته بیا سیمه ییز نیت مات شو او هم دا راز نړیوالې همکارۍ هم ماتې شوې… د امریکا نیت هغه ډول نه وو چې مونږ یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره هیله درلوده.

ښاغلی کرزی ټينګار کوي چې امریکا په افغانستان کې په خپل ۱۸ کالن حضور سره ونه توانیده امنیت راولې.

هغه همدا شان په افغانستان کې د داعش ډلې پیدایښت پوښتنه ځیږونکی وباله:په داسي حال کې چې ناټو او د نړۍ ۴۵ هیوادونو په افغانستان کې حضور دلود… هره ورځ د افغانستان خلک د ترهګرو په نوم وژل کیدل او بمبارډونه پرې کیدل،داعش په افغانستان کې سر راپورته کړ.له کوم ځایه او چا راوستل؟

مخیکېني ولسمشر د خپلو ویناوو په بله برخه کې وویل چې ټیکاوو او پرمختګ له بهر څخه بلکې د سیمې د هیوادونو په ګډې هوکړې سره رامنځته کیږي او په دې برخه کې د سیمې ځواک لرونکو هیوادونو همکارۍ مهمې دي.

حامدکرزي وړاندې له دې هم د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان د وژنې په غبرګون کې،په سیمه کې د کړکیچ رامنځته کیدو اندیښنه کړې وه.

له دې سره،په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دې هیواد په سنا جرګه کې په منځنۍ ختیځه کې د وروستیو پیښو او د افغانستان دسولې پر بهیر د هغې له منفي اغیزې هیښتیا ورکړې ده.

ښاغلي قریشي وویل: د منځنۍ ختیځې کړکیچ به پر افغانستان منفي اغیز واچوي او په دې برخه کې به د پاکستان هڅې بی پایلې پاتي شي.یوشمیر کړۍ چې له مودو راهیسې د داشان حالت په تمه وول،د افغانستان د سولې د بهیر په خرابیدو سره به ګټه واخلي.

د افغانستان دسولې د خبرو اترو خرابیدو اړوند اندیښنې په داسي حال کې مطرح کیږي چې وړاندې له دي،د طالبانو د ډلې یوشمیر پلاوی په خپلو کې د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی وو.

په دې وروستیو کې هم په قطر کې د طالبانو د ډلې ویاند ټینګار کړی دی چې د خبرو اترو دوام لپاره  د طالبانو پلاوی او د افغانستان دسولې لپاره د امریکا استازی قطر ته تللی دی.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي