1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کرزی: د جګړې دوام د سولې د بهیر د کمزوري کولو لپاره د بهرنیانو چلوټه ده

Karzai
12 Jul 2020

مخکیني ولسمشر په غزني او میدان وردک ولایتونو کې د ملکي وګړو وروستیو مرګ ژوبلو په غبرګون کې، ویلي چې د جګړې دوام د افغانستان ستونزې نه هواروي.

 

هغه نن (یوه نۍ، چنګاښ۲۲/جولای۱۲)، په خپله فیسبوک پاڼه لیلکی: “جګړه او د پوځي عملیاتو دوام، د افغانستان د ستونزو حل لاره نده؛ بلکې د سولې بهیر د زیانمنولو او کمزورتیا لپاره د پردیو دسیسه هد.“

ښاغلي کرزي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ډیریدو د اندیښنې ښودلو سره، د جګړې له لوریو غوښتي چې جګړه ودروي او له ملکي وګړو ساتنه وکړي.

مخکیني ولسمشر همداراز د جګړې له لوریو غوښتي چې باید د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د جګړې د پایته رسولو لپاره اساسي ګامونه اوچت کړي.

تیره ورځ، په میدان وردک ولایت کې په یوه استوګنیز کور د هاوان ګولۍ د لګیدو په پایله کې، د یوې کورنۍ درییو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی. له بلې خوا، د پرون غرمې وروسته، د غزني د جغتو ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د یوه ماین د چاودنې په پایله کې، شپږ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور هم ټپیان شوي دي.