| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
کرزی: د داسې هوکړې رسیدو ته کار وکړو چې د بهرنیانو له نفوذ څخه لرې اوسو
06 Apr 2021
مخکیني وسمشر، همداراز د امریکا د پوځیانو د بهر کیدو یا د دې هیواد مسوولانه پوځي حضور غوښتونکی شو؛ د افغانستان حکومت او د طالبانو ډله دې، د سولې د خبرو د بریالي ترسره کیدو لپاره تاوتریخوالی لږ کړي.
مخکیني ولسمشر له ټي ار ټي شبکې سره په مرکه کې د سولې د داسې هوکړې غوښتنه کړې چې د بهرنیانو له منفي نفوذ څخه لرې اوسي.
هغه په دې مرکه کې وویل چې د لوریو ترمنځ بې باوري په هیواد کې د جګړې د دوام لامل شوی او ټول لوري باید بدلون وکړي او د سولې لپاره جوړجاړی وښایي.
حامد کرزي زیاته کړه: “مونږ باید یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره کار وکړو. باید تر شونې حده پر خپل ځان د بهرني منفي نفوذ لرې اوسو چې همدا د بې باورۍ او په هیواد کې د جګړې د دوام لامل شوی. په افغانستان کې ټول لوري باید د سولې لپاره بدلون ته سازګاره اوسي او د افغانستان خلکو د لویو ګټو لپاره راټول شي.”
ښاغلي کرزي همداراز د افغانستان د سولې په ماحول کې د بهرنیو بې باوریو د هواریدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: “زمونږ ترمنځ هیڅ بې باوري نشته دی. بې باوري د سولې د ماحول بهرني چاپیریال کې شتون لري. اړتیا ده چې دا بې باوري لرې شي.”
مخکېني ولسمشر همداراز له طالبانو وغوښتل: “طالبان باید بدلون وکړي، باید په افغانستان کې نوي واقعیتونه ومني. هغوی دې دا ومني چې د افغانستان خلک د پرمختګ او یو ښه ژوند غوښتونکي دي. باید ومني چې ناشونې ده چې په ټولنه کې د ښځو د ونډې اړوند معامله وشي.”

د افغانستان سوله، اوس په مهمې نړیوالې سکالې اوښتې او نړیواله ټولنه هم د افغانستان د ستونزې د ژر تر ژره هواري غوښتونکې ده.
له دې سره، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف هند ته په خپل سفر کې، نوې ډهلي د افغانستان مسئلې ته د حل لارې د موندلو په برخه کې یو مهم لوبغاړی وباله.
هغه د هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې، وویل: “پرته له شکه هند باید د افغانستان وضعیت ته د حل لارې د موندلو په موخه د نړیوالو هڅو یوه برخه اوسي؛ ځکه دا هیواد په داشان هڅو کې یو مهم لوبغاړی دي.”

له بلې خوا، حامد کرزی له افغانستان څخه د امریکا د وتلو یا مسوولانه پوځي حضور غوښتونکی شو.
هغه زیاته کړه: “د امریکا وتل یا په افغانستان کې د دې هیواد پاتې کیدل د مې میاشتې مهال ویش وروسته باید مسوولانه اوسي. که هغوی غواړي هبر شي، دا ډاډ دې ورکړي چې افغانستان به سوله ییز وي. د وتلو په صورت کې؛ باید له زبرځواکونو او سیمې له هیوادونو سره یوه هوکړه وشي- چې افغانستان د سیالیو د ډګر پرځای، د همکاریو په ځای واوړي. که غواړي د مې میاشتې وروسته پاتې شي، باید مسوولانه اوسي. امریکا نشي کولای په افغانستان کې د نښتو د دوام لپاره پاتې شي.”

په همدې حال کې، په دې وروستیو کې د سپینې ماڼۍ ویاندې، جن ساکي اعلان کړی چې د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، له افغانستان څخه د بشپړو امریکايي ځواکونو وتل، ستونزمن دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي: “ستونزمنه ده چې د مهال ویش له مخې د لوژستیکي ستونزو له کبله د مې میاشتې په لومړۍ له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځو. ولسمشر د ملي امنیت، سلاکارانو، متحدینو او شریکانو سره په دې برخه کې په سلاوو بوخت دی.”
د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، امریکا باید تر مې میاشتې په افغانستان کې خپل پوځي حضور صفر ته ورسوي، خو د امریکا نوی دولت په اوسنیو شرایطو کې د دې چارې پلي کیدل ناشونې بولي.
له بلې خوا، مخکې له دې یو شمیر رسنیو په افغانستان کې د سولې تر یوې هوکړې په دې هیواد کې د امریکا د پوځي حضور د غځیدو لپاره د هڅو خبر ورکړی وو.


