مخکيني ولسمشر چې په پرلیکه بڼه د سولې نړیوالې مجمعې په نهمه ناسته کې وینا کوله، ویې ویل چې د امریکا او پاکستان په همکارۍ د روسیې او جین حضور کولای شي په افغانستان کې بیړني ټیکاو ټینګیدو سره مرسته وکړي.
د “نړیوالو امنیتي همکاریو” په نوم د سولې نړیوالې مجمعې نهمه ناسته د چین هیواد په بیجینګ ښار کې ترسره شوه.
له هغه ځایه چې افغانستان له تیرو کلونو راپدیخوا له ناکراریو سره لاس او ګریوان دی، په دې ناسته کې د خبرو په یو منځټکي واوښت.
مخکیني ولسمشر، حامد کرزي هم په دې ناسته کې په یوې وینا کې، د افغانستان د کړکیچ هواری د سیمې او نړۍ د ځواکونو لکه امریکا نږدیوالي سره تړلی وباله.
هغه وویل چې مسکو او بیجنګ له واشنګټن او اسلام آباد سره په همکارۍ کولای شي د افغانستان حالت مثبت لوري ته یوسي.
ښاغلي کرزي زیاته کړه: “په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او په سیمه کې د تګلاریز ټیکاو د جوړیدړ لپاره، بیاځلي وایم، له افغانستان سره نږدې همکارۍ یوه اړینه چاره ده. په سیمه او نړۍ کې د ټولو لویو ځواکونو همکاري. هغه مهال رارسیدلی چې د سیمې لوی ځواکونه په جدي توګه د افغانستان روان حالت ته پاملرنه وکړي. ټینګار کوم چې د ترویکا په څوکاټ کې له امریکا او پاکستان سره د چین او روسیې دوستانه حضور، کولای شي په افغانستان کې د بیړنۍ سولې ټینګیدو ته مرسته وکړي.”
ښاغلي کرزي په افغانستان کې د سولې د ټينګیدو لپاره د امریکا په کړنو هم نامخامخه نیوکه وکړه.
هغه وویل چې د سولې لپاره د دې هیواد درې کلنو هڅو، برعکس پایله ورکړې او ناکرارۍ و جګړې ډیرې شوي.
مخکیني ولسمشر همداراز وویل: “درې کاله مخکې امریکا د افغانستان لپاره د سولې بهیر پیل کړ او د افغانستان د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو. تمه مو دا وه چې سولې ته د رسیدو آرمان ته ژر لاسرسی ومومو، خو له بده مرغه په دې موده کې سولې له مونږه واټن درلود، تاوتریخوالی او ناکرارۍ ډیرې شوې او د افغانستان د خلکو بار لا دروند شو.”
ښاغلي کرزي همداراز وویل چې د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو سره، افغانستان په حساس پړاو کې دی.
له دې ټولو سره، دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې دې ورځو کې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي. مخکې له دې هم یو شمیر رسنیو ګزارش ورکړی چې واشنګټن غواړي چې د افغانستان د پوځي حالت د مدیریت لپاره، خپله اډه د افغانستان په یوه ګاونډي هیواد کې جوړه کړي.