د هیواد مخکینی ولسمشرحامدکرزی وایې که چیري د سولې بهیر افغاني نشي او همدا شان د امریکا او پاکستان په واک کې پاتي شي،په افغانستان کې به هیڅ کله هم سوله رانشي.
د هیواد مخکیني ولسمشر حامدکرزي نن (د زمري/اسد ۱۰ مه د اګسټ لومړی)په داسي حال کې چې د سولې خبرو اترو په برخه کې د امریکا له هڅو هرکلی وکړ،خو ویویل امریکایان په دې بهیر کې صادقه نه دي.
هغه ټينګار وکړ چې د امریکا هڅې په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره نه دي،بلکه دا هیواد په افغانستان کې د جګړې له یوه پړاوو څخه بل پړاوو ته د تیریدو په لټه دی.
د افغانستان مخکیني ولسمشر زیاته کړه:د سولې لړۍ د امریکایانو له آنده له یوه پړاوو څخه بل پړاوو ته تیریدل دي چې زمونږ او طالبانو ترمنځ د سولې په نوم یو څه جوړ کړي او بیا د داعش په نوم بله جګړه په لاره واچوي.
کرزي د سولې په بهیر کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو رول مهم وباله او ویویل چې د دې بهیر د افغاني کیدو لپاره باید چین او روسیه د امریکا سره غاړه په غاړه په دي بهیر کې ښکیل وي.
هغه د خپلو ویناوو په یوه برخه کې وویل چې د سولې خبرې اترې باید په کورني بهیر واوړي.
ښاغلی کرزي تر راتلونکو ورځو د سولې هوکړه لیک له لاسلیک څخه په هر کلي سره زیاته کړه:تر څو راتلونکو ورځو د امریکا او طالبانو او همدا شان د امریکا او زمونږ د دولت ترمنځ دسولې هوکړه لیک لاسلیک کیږي،تري هرکلی کوو،خو که چیری دا لړۍ افغاني نشي او همدا شان د امریکا او پاکستان په واک کې پاتي شي،په هیواد کې سوله نه راځي.
مخکیني ولسمشر د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر په اړه هم خبرې درلودې.
هغه دې ته په ګوتڅنډنې سره چې په ټاکنو کې هر څه امریکا وغواړي هغه کیږي وویل،:که چیری وغواړي ټاکنې له کړکیچ سره مخ کړي،له کړکیچ سره یې مخ کوي ـــ د خپل د پام وړ کس راولي.نو دا زمونږ ټاکنې نه دي.
کرزی د دې په ویلو سره چې د هغه لپاره د سولې هوکړه د ټاکنو له ترسره کیدو مهمه ده وویل:د ټاکنو په اړه هیڅ خوښ بینه نه یم،بلکه هغه د افغانستان لپاره یوه چلوټه بولم،زه د ټاکنو له ترسره کیدو سره مخالف یم،هغه مهال ټاکنې کیدای شي چې د ټاکنو او خاورې واک ولرو،مونږ د سترو پریکړو د نیولو خاوندان نه یو.
هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د سولې تر راتلو د ملی یوالي د حکومت د کار له دوام سره هم موافق دی.
ښاغلی کرزي وویل:د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حضور سره مې اشرف غني ته وویل،ترڅو چې سوله نه وي راغلې،ته خپل حکومت ته دوام ورکړه،هیڅوک لنډمهاله حکومت نه غواړي،کله چې سوله راغله،د افغانستان د خلکو جرګه ترسره شوه،اساسی قانون تعدیل شو او د ټاکنو مو پریکړه وکړه،هغه مهال دې ټاکنې تر سره شي.
مخکینی ولسمشر له کوم ځانګړی نوماند څخه خپل ملاتړ اړوند څه ونه ویل،خو ټينګار یې وکړ چې هغه ټولو نوماندانو ته درناوی لري.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي