د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د کرونا ویروس خپریدل په نړۍ کې د ۱۳۰ میلیون تنو خوراکي امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
دی نړیوال سازمان په خپل نوي ګزارش کې چې د درې نۍ په ورځ ( د اپریل ۲۱) خپور شوی، ویلي چې د کووید- ۱۹ ناروغۍ له کبله رامنځته شوي کړکیچ، په ټوله نړۍ کې اقتصادي فقر به تر دوه برابره ډیر کړي چې د وږو کسانو شمیر به څه د پاسه ۲۶۵ میلیون تنو ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د دې حالت له دوام سره به په روان کال کې د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې میلیونونه انسانان خوراکي مرستو ته اړتیا پیدا کړي .
دا په داسې حال کې ده چې په توله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر تراوسه دوه میلیون او ۵۵۹ زرو تنو ته رسیږي او څه د پاسه د ۱۷۷ زرو تنو نورو ژوند یې هم اخیستې او ۶۹۶ زره تنه هم روغ شوي دي.