د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۴۹۲ مثبتې پيښې په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ؛ په کابل کې ۲۶۲ پيښې، په هرات کې ۵۹، په بلخ کې ۳۳، په بغلان کې ۳۰، په تخار کې ۲۸، په جوزجان کې ۱۴، په پکتیا او ننګرهار کې ۱۰-۱۰، په پروان او پنجشیر کې ۹-۹، په کنړ کې ۷، په لوګر کې ۶، په کاپیسا کې ۵، په سرپل او فراه کې ۴-۴، او په غزني کې هم ۲ پيښې ثبت شوي.
دی وزارت همداشان اعلان وکړ چې په دې موده کې لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اتیه تنه نور هم روغ شوي دي چې له دې شمیر سره؛ په افغانستان کې د کووید-۱۹ له کبله د قربانیانو شمیر ۱۸۷ تنه او د روغ شویو کسانو شمیر هم ۹۳۰ ته ورسید.