1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کرونا ویروس؛ په افغانستان کې د روغ شویو شمیر ۶۱۵۸ ته ورسید

کرونا-در-افغانستان
17 Jun 2020

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۵۶۴ نویو مثبتو پيښو له ثبتیدو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو پر بنسټ، نوې پيښې په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوي چې له دې منځه؛ په کابل کې ۱۹۲ پيښې، په بامیان کې ۶۵، په تخار کې ۶۴، په بلخ کې ۵۱، په پکتیا کې ۴۰، په کندز او کندهار کې ۲۷-۲۷، په وردک کې ۲۴، په بغلان کې ۲۱، په دایکندي کې ۱۴، په کاپیسا کې ۱۲، په نورستان کې ۸، په بدخشان او ننګرهار کې ۶-۶، په کنړ کې ۵ او په زابل ک هم ۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

په دې موده کې همداشان ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۵۰ تنه نور هم بیا روغ شوي دي چې له دې سره د قربانیانو شمیر ۵۰۴ او د روغ شویو کسانو شمیر هم ۶۱۵۸ تنو ته ورسید.