د مالیې وزارت وایي چې د روا مالي کال له پیله تراوسه، ۱۳۷میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي چې د تیر کال په پرتله لږوالی ښيي.
افغانستان سږکال د کرونا ویروس د خپریدو له کبله، د کورنیو عایداتو له کمښت سره مخامخ شوی دی.
د مالیې وزارت ویاند، شمروزخان مسجدي آرزو ټلویزیون ته وویل چې د روان مالي کال له پیله تراوسه، ۱۳۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي چې د تیر کال (۱۳۹۸)، په پرتله ۱۲ سلنه لږوالی ښيي.
د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، له دې منځه ۵۹ میلیارده افغانۍ د ګمرکونو او له ۱۰ میلیارده ډیرې افغانۍ هم د هیواد د مستوفیتونو څخه ترلاسه شوي.
د مالیې وزارت د سږکال د عایداتو کمښت د کرونا ویروس خپریدو او ګرځبندیز سره تړلی بللی.
خو مخکې له دې تل په عایداتي بنسټونو کې د فساد د شتون یادونه شوې او دا په هیواد کې د عایداتي سرچینو د کمښت اصلي لامل بلل شوی دی.
د اقتصادي چارو شنونکی، قیس محمدي په دې باور دی چې اټکل کیږي دولتي بنسټونه د کرونا ویروس له نوم څخه ابزاري ګټنې سره، د مالي او اداري فساد د پټولو هڅه وکړي.
هغه په دې برخه کې په جدي څارنې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، ولسي جرګې د روان کال د نیمايي بودیجې د څیړنود پیل خبر ورکوي.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون غړی، سیدعظیم کبرزاني په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وایي چې دا کمیسیون، په هیواد کې د عوایدو د کمیدو لاملونه څیړي.
د ملي عایداتو د کمښت اړوند اندیښنې په داسې حال کې ښودل کیږي چې تیر کال ۱۵۵.۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي وو.
ولسي جرګې د روان مالي کال د بودیجې د تصویب مخکې هیښتیا ورکړې وه که په بنسټونو او په ځانګړې توګه ګمرکونو کې د سیاسي چلند او فساد مخنیوی ونشي، ملي بودیجه به حیف و میل شي.