1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کرونا په افغانستان کې،د روغ شویو کسانو شمیر د ډيریدو په حال کې دی

کرونا-در-افغانستان
28 Jun 2020

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د ۳۵۱ نویو مثبتو پیښو له ثبته خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومې جعفري رسنیو ته وویل چې د نویو پیښو له ثبت سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۳۰ زره او ۹۶۷ تنو ته رسیږي.

د روغتیا وزارت د شمیرنو پربنسټ،په وروستیو ورځو کې له کرونا ویروس څخه روغ شویو کسانو شمیر د ډیریدو په حال کې دی.

میرمن جعفري زیاته کړه، په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کرونا ویروس ۲۰۰۴ اخته کسان روغ شوي دي چې له دې سره بیا د روغ شویو کسانو شمیر ۱۲ زره او ۵۸۸ کسانو ته ورسید.

د شمیرنو پر بنسټ په افغانستان کې ۷۳۷ په کرونا ویروس اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې یو شمیر هیواد وال د کرونا ویروس پر وړندې مبارزې په برخه کې د حکومت او په تیره بیا روغتیایي سکټور له کړنو نیوکه کوي.

دوی وایي چې په افغانستان کې له کرونا سره مبارزې لپاره د لا ډيرو مالي مرستو شتون سره سره،حکومت اخته کسانو ته د رسیدنې په برخه کې د پام وړ رسیدنه نه ده کړې.

له دې ټولو سره،د وړاندې شویو شمیرنو پربنسټ په تیره یوه اوونۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر د کمیدو په حال کې دی،خو روغتیاپالان بیا ټینګار کوي چې نباید له داشان خوښبینیو سره، روغتیایي سپارښتنې له پامه وغورځول شي.