1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کندز کې ناکرارئ؛ لس امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ

تلفات-نظامیان
14 Dec 2020

د کندز د ولایتي شورا مشر، محمد یوسف ایوبي وایي، طالبانو تیره شپه (یوه نۍ)، د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په ځینو برخو یرغلیز بریدونه کړي دي.

 

د هغه په وینا، د دې بریدونو په لړ کې، لږ تر لږه ۸ ولسي پاڅون کوونکو، د پوځ یوه سرتیري او د دې ولسوالۍ د پوله ساتې ټولۍ قومندان خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور هم ټپیان شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا مشر، دنده ییز غفلت او د کشفي بنسټونو کم کاري، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ډیریدو لاملونه یادوي.

په همدې حال کې په شمال ختیځ کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو پازوال، په دې ولسوالۍ د طالبانو یرغلیزو بریدونو پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې د شمیر اړوند جزییات نه ورکوي.