1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کندهار کې موټر بمب چاودنه؛ د یوې کورنۍ پنځلس غړي ټپیان شوي

موتربمب-کندهار
07 Dec 2020

د کندهار سیمه ییز پازوال وایي چې موټر بمب چاودنه نن د دې ولایت په دامان ولوسالۍ کې شوې چې د یوې کورنۍ د ۱۵  غړو په ګډون، ۳۳ تنه ټپیان شوي دي.

 

نن سحار (دوه نۍ، لیندۍ ۱۷)، پیاوړې چاودنې د کندهار دامان ولسوالۍ ولړزوله.

د کندهار د والي ویاند، بهیر احمدي وویل چې دا پيښه د مازدا ډوله موټر د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

هغه وویل، په دې پيښه کې د یوې کورنۍ د ۱۵ غړي، د دامان ولسوالۍ اووه ملکي مامورین، نه پولیس او دوه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د نننۍ موټر بمب چاودنې د ویجاړیو کچه پراخه ده او د پيښې شاوخوا کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د روانې لمریزې میاشتې د پیل راپدیخوا، په کندها رکې لږ تر لږه څلور موټر بمب چاودنې شوې دي.

د ګزارشونو پر بنسټ، په تیرې میاشت کې، لسږ تر لږه لس ملکي وګړي د جګړو په پایله کې وژل شوي او اتیا تنه نور هم ټپیان دي.

له دې سره هم مهاله، د بشر حقونو خپلواک کمیسیون، د جګړو په پایله کې د ملکي مرګ ژوبلې اړوند اندیښنه ښيي.

په کندهار کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مشر، سلطان محمد عایل آرزو ټلویزیون ته وویل چې ملکي وګړي لا هم په سویل کې د جګړې د قربانیانو لویه برخه ده.

هغه د جګړې له لوریو وغوښتل چې په جګړو کې د ملکي وګړو بشري حقونه نقض نکړي.

تراوسه د نننۍ موټربمب چاودنې پړه کومې ډلې پرغاړه نده اخیستې.

د چاودنو ترڅنګ، د کندهار ولایت په تیرې یوې میاشت کې د طالبانو او امنیتي سرتیرو ترمنځ په ځانګړې توګه په پنجوایي، ارغنداب او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې د سختو او پراخو نښتو شاهد پاتی شوی دی.