1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

 کورنیو چارو وزارت: تر دوو راتلونکو میاشتو باید په کابل کې ستر قاچاق وړونکي ونیول شي

84458614_1593484627456095_6889011823480143872_o
04 Feb 2020

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ته دوه میاشتې مهال ورکړی ترڅو په پلازمینه کې ټول ستر قاچاق وړونکي او د نشه یي توکو د ویش شبکې ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت واکپال مسعود اندرابي په یوې ناسته کې چې له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال او د کابل ولایت د پولیسو مشر حضور درلود، هیښتیا ورکړه چې که چیري په دې برخه کې بی غوري وکړي، د دوی پر ځای به نور کسان وګماري.

ښاغلي اندرابي ټینګار کړی دی چې د نشه یي توکو د سترو قاچاق وړونکو په نیولو سره کولای شي په کابل کې د نشه یي توکو د پیر او پلور مخه ونیسي.