1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

کورنیو چارو وزارت: ۲۹ طالب جنګیالي په لوګر کې ووژل شول

لوگر-1536x1087 (1)
16 Jan 2021

د کورنیو چارو وزارت په لوګر ولایت کې د ۲۹ وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ځانګړو پولیس ځواکونو تیره ورځ(مرغومي ۲۶مه) د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ زرغون ښار کلي کې شپني عملیات ترسره کړل چې په دې عملیاتو کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي او د دې ډلې ۶ مهم غړي هم ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو درې پټن ځایونه هم له منځه وړل شوي او ۵۳ کړۍ ماینونه هم شنډ شوي دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.