1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ګلبدین حکمتیار د حکومت پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ

حزب-اسلامی
14 Feb 2021

د اسلامي حزب مشر هیښتیا ورکړه، که د دې ګوند بندیان ژر تر ژره له قید او شرط پرته خوشې نشي، ولسمشرۍ ماڼۍ به کلابند او ولسمشر غني او شاوخوا کسان به یې له ارګ څخه بهر کړي.

 

د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار چې نن (یوه نۍ، سلواغې۲۶)، له افغانستان څخه د پخوانۍ شوروۍ د ځواکونو د وتلو په پار یوې ناستې ته وینا کوله، ولسمشرۍ ماڼۍ یې تورنه کړه چې له دې ګوند سره یې بې پایه دښمنۍ ته مخه کړې ده.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه چې حکومت له دې ګوند سره د سولې د هوکړه لیک هیڅ بند ندی عملي کړی او د دې ګوند سلګونه غړي یې له سولې وروسته هم نیولي دي.

هغه همداراز وویل چې حکومت د دې ګوند یو شمیر غړي له حکومتي دندو هم ګوښه کړي.

د اسلامي حزب مشر په دې ناسته کې د حکومت پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، که د دې ګوند بندیان ژر تر ژره خوشې او له حکومت سره د اسلامي ګوند د سولې هوکړه لیک په بشپړه توګه عملي نشي، ولسمشرۍ ماڼۍ به کلابند او ولسمشر او شاوخوا کسان به یې له ارګ څخه بهر کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال د ښاغلي حکمتیار د دې څرګندونو په غبرګون کې رسنیو ته وویل چې د هیواد امنیتي سرتیري به د جمهوریت دفاع وکړي او خلک به هم اجازه ورنکړي چې څوک په زوره ارګ ته ننوځي او حکومت وکړي.

د اسلامي ګوند او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې هوکړه لیک په درییو فصلونو او ۲۶ مادو کې په ۱۳۹۵ کال کې لاسلیک شو چې د دې ګوند د ټولو بندیانو خوشې کیدل، د اسلامي ګوند له لورې د دې هوکړه لیک مهمه برخه بلل کیږي.