د فساد پر وړاندې د افغانستان د مبارزې تر نوم لاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي دفتر تازه ګزارش ښایي، چې لا تراوسه په هیواد کې له فساد سره مبارزه دوامدارو هڅو ته اړتیا لري.
یوناما په خپل تازه ګزارش کې لیکلي چې اداري فساد په افغانستان کې سوله او ټیکاو ګواښي، او د ولس د ژوندون په بدلون کې له فساد سره مبارزه بی اغیزه وه.
د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوی دفتر د قانون د ځواکمنتیا برخې مشرې، رومانا وویل: مونږ په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه په کلکه څارو، دا سکاله مونږ ته مهمه ده ځکه د فساد شتون په افغانستان کې سوله، کورنۍ ټیکاو او ځان بسیا تر اغیز لاندې راولي.
د ملګرو ملتونو د دې سازمان په یوې بلې برخې کې د افغانستان ملي شورا په هیواد کې د سزابښنې د دود د ودې له عاملینو ګڼل شوی ده، او لیکل شوي دي چې د دواړو جرګو غړو له سزا د خوندیتوب له حقه ګټه پورته کړې ده.
یوناما په خپل ګزارش کې ټینګار کړی چې د تیرو کلونو په څیر، د دې شورا د هیڅ یو مجلس له خوا هم د ملي شورا د غړو د خوندیتوب اجازه نده ورکړل شوې. د ملي شورا د مجلسونو نه لیوالتیا عدلي او قضایي بنسټونو پر وړاندې د حاضریدو لپاره دخپل غړو نه اړایستل، د قانون تنفیذ او یاهم له سزا بښنې دود یې رامنځته کړی دی.
د هغو لوړپوړو حکومتي چارواکو نه نیول چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي بنسټونو له خوا په جرم تورن شوي او د غیابي محکمو ترسره کیدل په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په چاره کې د ملګرو ملتونو د سازمان له اندیښنو څخه دي.
په همدې حال کې، لویه څارنوالي او د هیواد د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وایي.
خو تیره ورځ لویې څارنوالۍ له ملي شورا غوښتي ترڅو د دې شورا هغه دوه غړي چې په اداري فساد تورن دي، عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپیژني.