1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

یوناما: د استانبول ناستې ځنډیدل په افغانستان کې لوریو ته بل فرصت دی

یوناما
22 Apr 2021

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې وایي چې لاسته راغلی فرصت کولای شوي چې د دوحې د روانو خبرو د پرمختګ لپاره لوریو سره مرسته وکړي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر نن له غرمې مخکې (پنځنۍ، غوایي دویمه)، په یو لړ تویټونو کې؛ د استانبول د ناستې ځنډ په افغانستان کې د خواوو لپاره یو فرصت وباله.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازې، دیبورا لاینز ویلي چې دا سازمان د سولې له هڅو په خپل ملاتړ کې هیڅ راز ځنډ نه راولي؛ خو مخ ته راغلی فرصت کولای شي د دوحې خبرو اترو پرمختګ ته د رسیدو لپاره مرسته وکړي.

هم مهاله، د ۷ زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو او له تور نوملړ څخه د دې ډلې د مشرانو د نومونو د لیرې کیدو اړوند له امریکا څخه د طالبانو د غوښتنو ګونګوسې هم له غبرګون سره مخامخ شوې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټینګار لري چې داشان غوښتنې باید په مشروط ډول ومنل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سید سعادت منصور نادري په دې تړاو یوې وینا کې وویل: ” له ټولو هغو کسانو سره چې مونږ ناسته لرلې، غوښتنه یې دا وه چې د طالبانو د بندیانو خوشې کیدل باید د یوه روښانه شرط پر بنسټ اوسي. “

هغه زیاته کړه چې حکومت مخکې له دې هم د تاوتریخوالي د کمیدو په موخه پنځه زره ډیر طالب بندیان خوشې کړي، خو تاوتریخوالی لږ نشو.

له دې سره هم مهاله، یو شمیر قانون جوړوونکی او سیاسي کارپوهان وایي چې اټکل کیږي د افغانستان د حکومت له بنده د طالبانو د اوه زره پاتې بندیانو د خوشې کیدو په صورت کې د جګړې مورچلونه لا ډیر تاوده شي.

د سیاسي چارو شنونکي، رحمت الله بیژنپور په دې تړاو وویل چې د طالبانو د پاتو بندیانو خوشې کیدو سره، د ډیریو شنونکو تصور دا دی چې په هیواد کې به ناکرارۍ لا ډیرې شي.

د ولسي جرګې غړی، ګل رحمان همدرد په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وایي چې طالبان د داشان مخ آړونو وړاندې کولو سره، د ډیر امتیاز په لټه دي.

له دې سره هم مهاله طالبانو ته یو شمیر نږدې سرچینې مني چې د دې ډلې د سیاسي دفتر څخه یو پلاوې د ملاعبدالحکیم په مشرۍ پاکستان ته تللی او تمه ده د امریکایي ځواکونو د وتلو د ځنډ او د استانبول په ناسته کې د ګډون په اړه د طالبانو له مشر سره مشورې وکړي.

له دې ټولو سره د سولې بهیر د بریا لپاره د هڅو دوام سره، تمه ده سبا د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته په استانبول کې ترسره شي؛ حنیف اتمر نن سهار په دې ناسته کې د ګډون لپآره ترکیې ته ولاړ.