د ملګرو ملتونو سازمان په خپل نوي ګزارش کې لیکلي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د حکومت هڅو، د افغانانو په ژوند مثبته اغیزه نده کړې.
ملګرو ملتونو په نوي ګزارش کې، په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی ارزولی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ ویلي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت هڅو سره سره، دې هڅو د افغانانو پر ژوند مثبت اغیز ندی کړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د لوی منشي استازې، دبرا لاینز وویل؛ په حقوقي او پالیسۍ برخو کې د سمون سره سره، فساد لا هم په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او تلپاتې هوساینې پر وړاندې اصلي خنډ دی.
هغې زیاته کړه: تمه ده چې د پرمختیا د همغږۍ اړوند په جنوا کې په را روان کنفرانس کې، افغانستان ته ډیر اړین نړیوال ملاتړونه بیا وغځول شي
دا بنسټ وایي چې د تموویلونکو لیوالتیا مخ په ټیټیدو ده او ظاهراْ د افغانستان دولت اړ دی چې له لږو سرچینو سره ډیرې هڅې ترسره کړي.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د حق غوښتنې پازوال، ناصر تیموري آرزو نیوز ته وویل چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیاسي مشرتابه د تکل نشتون، د نړیوالې په کچه د افغانستان پر وړاندې نهیلي ځیږولې ده.
د هغه په وینا، په تیر یوه کال کې په هیواد کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه په ټپه دریدلې او له عدلي او قضایي بنسټونو ملاتړ هم کمزوری شوی دی.
ناټو هم اداري فساد په افغانستان کې جدي ستونزه یادوي.
د ناټو لوی منشي ینس سټولټنبرګ ویلي دي: کله چې په ناټو کې زمونږ متحدین د افغانستان امنیتي ځواکونو ته مالي مرسته کوي، ډیر په دې ځیرنه لري چې څرنګه ډاډ ترلاسه کړي چې د ناټو مرستې د فساد ښکار ونګرځي او چیرې چې اړتیا ده ولګول شي. فساد یوه ستونزه ده او باید په ځواک ورسره مبارزه وشي.
په همدې حال کې، حکومت وایي چې په هیواد کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي تکل شتون لري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي چې نن (پنځنۍ، غبرګولي۲۹/جون۱۸)، یوې خبري ناستې ته وینا کوله، ویې ویل چې حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي ژمن دی او له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره نوې هڅې پیل شوي.
د عدلي او قضايي بنسټونو په چارو کې د حکومت لاسوهنه او د فساد د ځینو دوسیو پر وړاندې بیلابیل سیاسي چلند، تل په کورنۍ او بهرنۍ کچه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلواکو بنسټونو نیوکې له ځانه سره لرلي.
له دې سره د ملګرو ملتونو سازمان په دې ګزارش کې د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د تیرو لاسته راوړنو پر بنسټ اوږدمهاله او واقعبینانه تګلاره جوړه کړي، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون هم ژر رامنځته شي.