| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
یوناما: په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه د تیر کال په پرتله ۴۷ سلنه ډیره شوې
26 Jul 2021
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په یوه ګزارش کې لیکلي چې د روان زیږدیځ کال له پیله تراوسه یو زر او ۶۵۹ ملکي وګړي وژل شوي او درې زره او ۲۵۴ تنه هم ټپیان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د یوه ګزارش په خپرولو سره، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه بللې او ویلي که تاوتریخوالی ژر تر ژره ونه دریږي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه به لا لوړه شي.
د یوناما د ګزارش پر بنسټ، د روان زیږدیځ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په افغانستان کې ۵۱۸۳ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي چې دا شمیر، د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه لوړوالی ښيي.
د یوناما د موندنو له مخې، په تیرو شپږو میاشتو کې، یو زر او ۶۵۹ ملکي وګړي وژل شوي او درې زره او ۲۵۴ تنه هم ټپیان دي.
په ګزارش کې راغلي چې د مې میاشتې او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پیل وروسته د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې او ډیرۍ کسان په مې او جون میاشتو کې مړه او ټبیان شوي دي.

یوناما د طالبانو ډلې په ګډون د افغانستان دولت وسله والې مخالفې ډلې د ۶۳ سلنه ملکي مرګ ژوبلې او امنیتي سرتیري د ۲۳ سلنه ملکي مرګ زوبلې عاملین بللي دي. د دې ګزارش پر بنسټ، ۱۶ سلنه ملکي مرګ ژوبله د ناڅرګندو ډلو له لورې اوښتې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې، دیبورا لاینز په دې ګزارش کې ویلي: دا ګزارش روښانه هیښتیا وړاندې کوي چې د ډیریدونکو تاوتریخوالو نه دریدو په صورت کې، بې مخینې شمیر افغان ملکي وګړي به په روان کال کې خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا به معلوله شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې همداراز د افغانستان له حکومت او طالبانو ډلې غوښتي چې د خبرو په میز کې هڅې ګړندۍ کړي او د ملکي وګړو د ساتنې اړوند نړویوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لوی ویاند، اجمل عمر شینواري، نن (دوه نۍ، زمري څلورمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې طالبان په هیواد کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین دي.
خو طالبانو د دې ګزارش په غبرګون کې د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره، دا پرې لرونکې او غیر واقعي بللی دی.
