1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

یوه بامیاني میرمن، کندهاري نجونو ته د زده کړو د لار هواریدو په هڅه

bamyan
16 May 2021

یوه بامیاني میرمنې په کندهار کې په سل هاو نجونې زده کړو تر لاسه کولو ته هڅولې دي.

سکینه مهدیار ۲۱ کاله عمر لري او د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ اوسیدونکې ده چې له څو کالونو را په دې خوا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده او په دې مهال کې یې زده کړو ته د نجونو هڅونې تر څنګ، د تعصب له پدیدې سره هم مبارزه کړې ده.

میرمن مهدیار په دې ولایت د خپلې روزنې ورکولو لامل زده کړو ته د نجونو هڅول بولي ترڅو نړیوالو ته وښیي چې میرمنې د دې وړتیا لري ترڅو په ټولنه کې بدلون راولي.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دې ښوونځي مدیر عبدالکریم وايي چې د میرمن مهدیار په ورتګ سره په دې ښوونځي کې د ښځینه زده کوونکو د شمیر د ډيریدو ترڅنګ، دا ښوونځی په لیسې هم اوښتی دی.

کندهار له هغو ولایتونو دی چې په لرو پرتو سیمو کې یې ډيری نجونې د کورنیو محدودیتونو له کبله له روزنې بې برخې پاتې او یا هم ورته له لومړنیو زده کړو وروسته د روزنې د دوام اجازه نه ورکول کیږي.