1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

یوې سیاسي هوکړې ته د محمداشرف غني او عبدالله عبدالله نږدې کیدل

غنی-و-عبدالله
14 Apr 2020

عبدالله عبدالله ته نږدې کسانو ویلي دي چې ډیر ژر،د مشارکتي حکومت وروستې شوې طرحه له ښاغلي غني سره شریکوي.

د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم آرزو ټلویزیون ته وویل چې په نږدې ورځو کې،سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره د مشارکتي حکومت وروستۍ شوې طرحه د ثبات او همپالنې له لوري له محمداشرف غني سره شریکوي.

د هغه په وینا داسې هیلې شتون لري چې د دې طرحې تر وړاندې کیدو،له ټاکنو راوتلیو سیاسي ناندرې هوارې شي.

د سیاسي ناندرو هوارۍ لپاره د ولسي جرګې ځانګړي پلاوي غړی حجت الله خردمند په دې تړاو وویل چې هوکړې ته د رسیدو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ هیلې شتون لري.هغه ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکو ورځو کې خلکو ته یو ښه پیغام لري.

په دې منځ کې یوشمیر سرچینې وایې چې د ښاغلي عبدالله د مشارکتي حکومت تر نامه لاندې طرحه کې،ډيری د مصالحې د شورا د جوړښت او د سولې په سکالو کې د هغه پر واکونو ټینګار شوی دی.

د حقوقي سکالو کارپوه نصرالله ستانکزی هم د ناندرو له دوامه اندیښنه وکړه او ویې ویل چې د روانو سیاسي اختلافونو پایلې به د هیواد لپاره خطرناکه وي.

هغه زیاته کړه:د افغانستان دولت په نړیواله کچه خپل باور له لاسه ورکړی او د واک پر سره لانجې به د هیواد د نظام د نسکوریدو لامل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وړاندې له دې تل د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ د اوسنیو سیاسي ناندرو پر هوارۍ ټینګار کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال لطیف محمود یو ځل بیا رسنیو ته وویل چې د ټول ګډونه حکومت جوړیدو لپاره هر ډول هوکړه به د اساسي قانون پر اساس ونیول شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان سره،افغانستان یوه نوي کړکیچ په لور لاړ،هغه کړکیچ چې له دوو میاشتو را په دې خوا یې د ماتیدو لپاره کورنيو او بهرنیو سیاستوالو لستوڼۍ بر وهلي،خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.

 

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي