1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

یو دولت دوه ولسمشران؛ غني او عبدالله لوړې وکړې

حکومت
09 Mar 2020

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په جلا جلا مراسمو کې، د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پرځای کړل.

اشرف غني او عبدالله عبدالله نن (دوه نۍ، د کب ۱۹/مارچ ۹)، هم مهاله په ولسمشرۍ ماڼۍ او سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړې وکړې.

د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې، د یو شمیر بهرنیو هیوادونو ډیپلوماټانو، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي، د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان، د ملګرو ملتونو سازمان استازي او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي هم حضور درلود.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل چې سبا (د کب ۲۰)، د یوه فرمان له مخې، د سولې اړوند مهمو سکالو ته مخه کوي او تر یوې ورځ به د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره مرکچي پلاوی هم وروستی شي.

هغه همداشان له خپلو سیاسي مخالفینو وغوښتل چې د روښانه راتلونکي لپاره، له ده سره یوځای ګډ کار وکړي.

د اشرف غني د لوړې د مراسمو څو شیبې وروسته، عبدالله عبدالله هم په سپیدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم پرځای کړل.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د سولې خبرې اترې، اقتصادي وده، د فقر کمښت، اداري سمون او له اداري فساد سره مبارزه د ده د حکومت لپاره لومړیتوب لري.

هغه د ۲۰۱۴ کال ټاکنو او هغه مهال له محمد اشرف غني سره جوړجاړي ته ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل، که دا ځل د تیرو پنځو کلونو په څیر یې مصلحت کړی وای، په هیواد کې به ولسواکي خښه شوی وای.

ښاغلي عبدالله همداراز وویل چې د سولې د بهیر د چټکیدو لپاره، لومړنی کار یې د سولې د مرکچي پلاوي جوړول دي.

عبدالله عبدالله له طالبانو وغوښتل چې د هیواد د اوسنۍ پرمختللې ټولنې منلو ته چمتو و اوسي. هغه ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې له لاسته راوړنو دفاع کوي.

ښاغلي عبدالله له امنیتي او دفاعي سرتیرو هم وغوښتل چې په سیاسي ناندرو کې بې پرې و اوسي.

له دې سره، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې د مراسمو پرمهال، د کابل په ځینو برخو څلور توغندي هم لګیدلي دي.