په افغعانستان کې د ۳۰ نویو مثبتو پیښو په ثبت سره په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۰۲۶ ته لوړ شو.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې،۱۵ پیښې په کابل،۶ په هرات،۴ په لغمان،۴ په کنړ او یوه هم په ننګرهار کې ثبت شوې دي.
ښاغلی مایار همدا راز په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کابل،کندهار او بلخ ولایتونو کې د کرونا له کبله د درې کسانو له مړه کیدو هم خبر ورکوي چې له دې سره په هیواد کې د مړو شمیر ۳۳ کسانو ته رسیږي.
همدا شان په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۴ کسه هم روغ شوي چې د روغ شویو کسانو شمیر هم ۱۳۵ ته ورسید.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند همدا شان په کرونا د ۱۱۰ روغتیاپالانو له اخته کیدو چې ۹۰ یې نارینه او ۲۰ یې خم ښځېنه روغتیاپالانې دي خبر ورکوي.ډیری اخته روغتیاپالان په هرات او کندهار ولایتونو کې دي.په بلخ کې هم شپږ روغتیاپالان (ډاکټران) په دې ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا وزارت همدا شان هیښتیا ورکوي چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان لپاره مهمې وي او اړتیا ده ترڅو خلک په خپل ځان پام وساتي.