د کابل د پولیس مشرۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې نن سحار ۷ او ۵۰ دقیقې(مرغومي ۸مه) د کابل ښار څلورمې ناحیې په اړوند کلوله پشته سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو رنجرډوله موټر د یوه چسپکي ماین موخه وګرځید.
ښاغلی فرامرز ټينګار کوي چې دې پیښې مرګ ژوبله نه درلوده.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې تیره ورځ(مرغومي ۷مه) دوو ترهګرو چې د کابل ښار ۲۱مې ناحیې په اړوندو سیمو کې د یوه څارنوال د وژنې هوډ درلود د پولیس ځواکونو له لوري موخه وګرځيدل او ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا ترهګر اوسمهال تر څیړنو لاندې دي.