| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
آلمان په افغانستان کې خپل پوځي حضور پایته ورسوه
30 Jun 2021
په داسې حال کې چې د افغانستان شمال له امنیتي اړخه تر ټولو بدې ورځې تجربه کوي، د آلمان دولت له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځيانو له ایستلو خبر ورکوي.
د آلمان د دفاع وزیر اعلان کړی دی چې د دې هیواد وروستیو سرتیرد درې نۍ په ورځ افغانستان پریښود.
له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل مخکې، په افغانستان کې ۱۱۰۰ آلماني سرتیرو په افغانستان کې د ناټو ۹۶۰۰ سرتیرو په څوکاټ کې ماموریت ترسره کوو چې ډیری یې په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای وو، او د افغانستان په شمال کې د بهرنیو ځواکونو دپوځي اډې مشري هم د دې ځواکونو له له لوري کیده.

د ملي امنیت د شورا د سلاکار ویاند رحمت الله اندړ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وايي“ د آلماني ځواکونو وتل، له دې هیواد سره د افغانستان د اړیکو پرې کیدو په منعا نه ده.”
له دې سره هم مهاله، رویترز خبري آژانس راپور ورکړی دی چې تمه ده تر نږدې راتلونکو ورځو، امریکايي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه بهر شي.
رویترز د امریکايي چارواکو له قوله ویلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو ایستلو کې، هغه ځواکونه چې په کابل کې د دې هیواد د سفارت امنیت ساتي شامل نه دي، او د دې ځواکونو شمیر به ۶۵۰ تنو ته ورسیږي چې د کابل د سفارت ترڅنګ به د کابل هوايي ډګر امنیت هم ساتي.
په همدې حال کې پنتاګون اعلان کړی دی چې امریکا به په افغانستان کې له وتلو وروسته، دوه ماموریته ولري، له سیاسي ماموریت څخه ساتنه او د دې هیواد له پوځي ځواکونو څخه لوژستیکي او مالي ملاتړ.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل: د ځواکونو د ایستلو د لړۍ په بشپړیدو سره، زمونږ ماموریت په دوو لارو بدلون مومي، لومړی هغه امریکايي سرتیري چې په افغانستان کې حضور لري، دنده به یې له ډیپلوماټیک ماموریت څخه ساتنه وي، دویم دا چې د افغانستان ځواکونو څخه مالي او لوژستیکي ملاتړ په برخه کې زمونږ دوه اړخیزې اړیکې بدلون ونه کړي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ له پیل سره، د طالبانو بریدونه هم د تیرو شلو کالونو په پرتله په بې ساري توګه ډیر شوي دي او د پنتاګون د وړاند وینې پر بنسټ، دا ډله اوس مهال د افغانستان ۸۱ ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې لري. خو ولې په داسې شرایطو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل ترسره کیږي؟
له دې ټولو سره، اوس مهال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو دوه جدي اندیښنې په دننه هیواد، سیمه او نړې کې شتون لري، د کورنیو جګړو رامنځته کیدل او د افغانستان له خاورې د دې هیوادونو یو ځل بیا ګواښ.

