1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کورنیو چارو وزارت: په پروان کې د سازمان شویو مجرمانو سر لاری ووژل شو

78815902_2686166658106960_8907132864705855488_n
05 Dec 2019

 

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د سازمان شویو مجرمینو د یوې ډلې مشر محمد وزیرپه وسله والو غلاوو او د څو کسانو په وژنه کې لاس درلود چې تیره شپه(د لیندۍ ۱۳مه/ډیسمبر ۴مه)له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې له خپلو څلورو کسانو سره د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ چهاربالا کلي په اړوندو سیمو کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې دې کس له طالبانو سره په همغږۍ په پروان ولایت کې په څو ترهګریزو بریدونو کې هم لاس درلود.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د دې ډلې غړو څو څو ځله له امنیتي ځواکونو وسله واله نښته هم کړې وه.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي