1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانستان د سینما وتلي لوبغاړي قادر فرخ له نړۍ سترګې پټې کړې

فرخ
06 Jan 2020

قادر فرخ چې د تمثیل په ډګر کې یې د استادۍ رسمي لقب درلود، تېره شپه د زړه د ناروغۍ له امله په ۷۵ کالنۍ عمر ومړ.

نوموړي په ګڼو سینمايي فلمونو، تیاترونو او تمثیلي ټوټو کې رول لوبولی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزات د قادر فرخ مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند رسنیو سره په مرکه کې وویل: “قادر فرخ تېره شپه لس بجې د زړه د ناروغۍ له امله د ترکیې په یو روغتون کې ساه ورکړه. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ ورارت د نوموړي مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي.”

دغه سینمايي وتلی لوبغاړی په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د کابل ښار لومړۍ ناحیې په علي مردانو سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.

ښاغلي فرخ واده کړی وو او نهه اولادونه یې درلودل.

ښاغلی فرخ په بیلابیلو کورنیو او بهرنیو فلمونو کې لوبیدلی دی چې له هغې څخه کولای شو د حماسه‌ی عشق، دختری با پیراهن سپید، شکست محاصره، پرنده‌های مهاجر، رد پا، او چشم‌های سرگردان فلمونو څخه نوم واخلو.

قادر فرخ د وتلي موسیقيدان، انځورګر او افغانستان کې د جاز ارکستر مشر او د نوتیشن موسیقي سیستم بنسټ اېښودونکي، استاد محمود فرخ افندي زوی وو.

مخکې له دې اسدالله تاجزی او آصف جلالي هم د ناروغیو له امله مړه شوي وو.