1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هلمند کې ماین چاودنې د ۶ ولسي کسانو ژوند واخیست

Helmand
29 Jun 2020

شپږو ولسي کسانو په هلمند ولایت کې د واټ تر غاړې ماین چاودنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هلمند امنیتي پازوال وايي چې دا پیښه تیره ورځ یوه نۍ (چنګاښ ۸/جون ۲۸) د دې ولایت په واشیر ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دې پيښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د دې پیښې په غندلو سره هغه یو بشري ضد عمل بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هیواد وال په وروستیو اوونیو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنو له کبله پیښو له ډيریدو نیوکه کوي او کشفي او استخباراتي بنسټونه د داشان پيښو په مخنیوي کې په ناغیړۍ تورنوي.