1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

 امریکا له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په برخه کې ژمن دی

امریکا
14 Mar 2020

واشنګتن وایي له طالبانو سره پر لاسلیک شوې هوکړې ولاړ دی.

د امریکا د پوځ د مرکزي ځواکونو قومندان ویلي چې واشنګتن چمتو نه دی له طالبانو سره له هوکړې تیر شي، خو د دې هوکړې له تلپاتې کیدو هم خوښ ندی.

جنرال کینت مک‌کنزي، له امریکایي قانون جوړوونکو سره په لیدنه کې ویلي چې طالبان یوازې د خپلو ژمنو یو شمیر برخې پلې کوي.

دې امریکایي جنرال زیاته کړې: ” په ټول افغانستان کې د طالبانو له خوا د بریدونو لوړه کچه د منلو نه ده. خو دا بریدونه د ښارونو پر مرکزونو او یا هم د ایتلاف ځواکونو پر سر نه دي تر سره شوي، بلکه د مرکزونو پر سر، امنیتي پوستو او د افغان امنیتي ځواکونو پر لیرې پرتو قطعو ترسره شوي. سوچ کوم د طالبانو د بریدونو لوړه کچه له یو سازمان سره سازګاره نده چې غواړي په خپلو ویناوو عمل وکړي.”

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک د فبرورۍ په ۲۹ نیټه لاسلیک شو، چې د دې هوکړه لیک اساسي شرایط د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پیل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګریزو ډلو سره د دې ډلې د اړیکو شلیدل او د ترهګرو پر ضد د طالبانو ډاډ دی.

د امریکا پوځ په افغانستان کې د مارچ نهمه (د دوه نۍ ورځ) له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیله خبر ورکړ. دا ګام په افغانستان کې له ۱۳۰۰۰ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته د امریکایي پوځيانو د شمیر د کمولو لپاره اوچت شوی دی.

 

ژباړه: نجلا مایار